ایکنانیوز د پارس ټوډی په حواله راپور راکړی چې د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف پرون په تهران کښې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره له خپلو ملاقاتونو وروسته په ایکس ټولنیزه چینل کښې په خپله پاڼه ولیکل: ویاړم چې له معظم رهبر حضرت آیت الله سید علي خامنه اي سره مې ملاقات وکړ.
هغه زیاته کړه: د اسلامي امت د روانو ننګونو په هکله مې د حضرت آیت الله خامنه اي نظرات وپوښتل. مونږ همداشان د دواړو لورو د دلچسپۍ وړ دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه.
د پاکستان وزیراعظم همداشان وویل:له دوي څخه مې په سویلي آسیا کښې د وروستي کړکیچ په دوران کښې د مینځګړي په توګه د ایران د رول او د پاکستان په اړه ئې د اندیښنې څرګندولو په وجه مننه وکړه.
شهیاز شریف ټینګار وکړ چې پاکستان د اسلامي امت ترمینځ روا ن رول ته د لوړ ارزښت قائل دی او په بې صبرۍ سره د صلحې، پراختیا و غږملتیا د ګډو اهدافو پرمخ بیولو ته په تمه دی.
د پاکستان وزیراعظم له ولسمشر پزشکیان سره د خپلې کتنې په هکله هم وویل: د ایران له ولسمشر سره مې صمیمانه او ګرمه لیدنه درلوده او ورڅخه مې اسلام آباد ته د ایران د خارجه وزیر د وروستي سفر او د جنوبي آسیا د وروستیو بدلونونو په اړه د اندیښنې ښودلو په وجه مننه وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر په دوام کښې،د سیمه ایزې صلحې، سوکالتیا او ثبات او د دواړو هیوادونو د خلکو د متقابلو ګټو لپاره له ایران سره د دوه اړخیزو او سټراټیجکو همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ
شهباز شریف زیاته کړه: مونږ به په تجارت، ارتباطاتو او له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د دوه اړخیزو اړیکو ژورتیا ته دوام ورکړو.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i160622